My Blog

اروزګان کې د سولې ارمان په نوم ۳۰ ورځنۍ دکرکیټ لوبي پاي ته ورسيدلي

اروزګان کې د سولې ارمان په نوم ۳۰ ورځنۍ دکرکیټ لوبي پاي ته ورسيدلي

هنداره ــ اروزګان کې د لوبغاړو په مالي لګښت د سولې ارمان په نوم يو مياشتنۍ د هاډبال  ټورلمنيټ د اتفاق لوبډلي په بريا پاي ته رسيدلي.

د جګړه ځپلي ولايت اروزګان اوسيدونکو د هټبال ۳۰ ورځنۍ لوبي ځکه د سولې ارمان په نوم کړي چې د روانو جګړو له امله سخت په تنګ شوي او سوله يي د ژوند ارمان ده.

په دغه ولايت کې د لوبغاړو په شخسي لګښت د هاډبال ۳۰ ورځني لوبي چې د ۱۲ الف لوبډلو ترمنځ پیل شوي وي تيره ورځ ناوخته پاي ته ورسولي، چې  پکښي اتفاق لوبډلي لومړي، لمر کرکيټ لوبډلي دوهم او د تالانی اتلان دريم مقام خپل کړي دي.

د ياد ټورلمينټ لوبغاړي په اروزګان کې د کرکيټ بورډ مسولين په کم کاری تورنه وي او زياته وي چې له دوی سره يي د لوبو په برخه کې هيڅ همکاري نده کړي.

دوی له  مرکزي مسولين غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې دی د کرکيټ برخي ته پاملرنه وکړي او ستونزي دي ورته حل کړي.

په اروزګان ولايت کې په دي ورستيو کې د لوبغاړو د روزني په برخه کې يو روزنيز مرکز هم پرانيستل شوي څو لوبغاړو وکوالايي شي چې له همدي ځاي څخه د کرکيټ په برخه کې روزنه ترلاسه کړي.

 

 




administrator

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *