My Blog

دکابل شمالي ولایتونو په لاره د بار وړونکو موټرو موټرچلوونکوبغلان کې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی

دکابل شمالي ولایتونو په لاره د بار وړونکو موټرو موټرچلوونکوبغلان کې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی

هنداره ــ دکابل  شمالي ولایتونو په لاره د بار وړونکو موټرو  موټرچلوونکوبغلان کې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی او ادعا کوي چې دټولګټو ریاست ، ترانسپورت ، ترازوګانې او وسله وال مخالفین ترې دیوه او بل په نوم په ناقانونه ډول په دغه لار پیسې اخلي.
دوی وايي چې په قانوني تعرفو کې ورته لیکل شوې پیسې بانکونو ته تحویلوي خو یادې ادارې بیا په خپل سره ورنه پیسې اخلي چې که دا چاره دوام وکړي دکابل – شمال لاره به دمدني اعتراض په ډول وتړي .
دبغلان دترانسپورت مسولین که څه هم دموټرچلوونکو غوښتنوته رسیدنه ترخپل وظیفوي صلاحیت پورته بولي خو وايي کوم اسناد نشته چې له موټرچلوونکو دې په ناقانونه ډول پیسې اخیستل شوې وي .

دکابل  شمال په لویه غزېدلې لار د لارې دخرابوالي او پوره امنیت دنه شتون ترڅنګ غیرقانوني شکونې او باج اخیستنه هغه ستونزه ده چې دبار وړونکو موټرو  موټر چلوونکي یې کاري اعتصاب ته اړ کړي دي .
دوی چې دبغلان مرکزپلخمري کې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی وايي چې په لوې لار ورنه ټولو ولایتونو کې دټولګټور ادارې ، ترانسپورت ، ترازوګانې او دطالبانو ګمرکونه  په ناقانونه ډول پيسې اخلي او دمافیايي کړیو جیبونوته ځي .
موټرچلوونکي ادعا کوي چې د ورکړل شوو قانوني تعرفو پيسې بانک ته تحویل کوي خو د بلخ د ترازو مسولین بیا په تعرفو سرنه خوږوي او په خپل سره ترې پیسې اخلي .
موټرچلوونکي وايي چې که دا چاره دوام وکړي اړ دي چې لاریون وکړي او دکابل – شمال لاره وتړي .
دبغلان دترانسپورت مسولین که څه هم تعرفې قانوني بولي خو وايي دموټرچلوونکو غوښتنې ددوی له وظیفوي صلاحیت پورته دي او داسې کوم سند هم موټرچلوونکي نه لري چې پیسې ترې په ناقانونه ډول ټولګټوریاست ، ترانسپورت او ترازو ګانو اخیستې وي .

موټرچلوونکي وايي باوري دي چې ترې اخیستونکې پیسې د مافیايي کړیو جیبونوته ځي خو له  افغان حکومت او اړونده  بنسټونو غواړي چې دباروړونکو موټرو تعرفې دې بانکي جوړې کړي ترڅو شکونو او باج اخیستنوته په دغه لار دپای ټکی کېښودل شي.

خبریال: نورګل اندړوال

administrator

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *