چينګدو، چين، اوکتوبر 28، 2023 /PRNewswire/ — د اوکتوبر په 28مه، Alltech، د پرمختللې طبي تصویر اخيستې د وسيلې جوړوونکې کمپنۍ د Vital Group تر چتر لالندې د چین د نړيوالو تجهیزاتو په 88م نندارتون (CMEF) د “ژوند خوښي، د نوښت آرمان” تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړی و چې په دغه کنفرانس کې يې د وروستي محصول د پراختیا ستراتيژي او د روغتیاپالنې پرمختللو خدماتو ته د Vital Group نفوذ اعلان کړ.
Alltech د طبي تصویر اخيستنې په برخه کې یو له محدودو نړیوالو شرکتونو څخه دی چې د مقناطیسي ریزونانس د تصویر اخيستنې (MRI) لپاره د پرمختللو محصولاتو د جوړولو د وړتیا په لرلو سره، له خپل تخصص سره یوځای چې د طبي تصویر اخيستنې په برخه کې یې لري، د موادو د پوهې، معلوماتي تکنالوژۍ، او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د Vital Group وړتیاوې لوړوي ترڅو د له 7.0T MRI او د فوټون د شمېرنې د کمپیوټري ټکنالوژۍ په څېر ټکنالوژۍ څخه په استفادې سره د طبي عکس اخيستنې پرمختللو محصولاتو ته پراختیا ورکړي.
پرمختللې اجزاوې او مواد لکه د کاډمیوم زېنک ټیلورايډ (CZT) کشوونکي او د لوتسیم ایتریم ارتوسیلیکات (LYSO) ځلېدونکي کرېسټالونه چې د Vital Group له خوا جوړ شوي دي، له موادو، تکنالوژۍ، او وسایلو څخه د استفادې لپاره Alltech ته ډېر امکانات چمتو کوي. د Vital Group له پیاوړي ملاتړ سره، موږ ته اجازه راکړل شوې ده چې ترڅو د تصویر اخيستنې د څو وجهي محصولاتو ټولګه رامنځ ته کړو. موږ همدارنګه خپلې څېړنې او د طبی تصویر اخيستنې له تکنالوژۍ څخه استفادې ته چټکتیا ورکوو ترڅو وکولای شو د نړۍ په کچه د استفاده کوونکو لپاره د روغتیا پالنې د لاسرسي وړ، اغېزمن، او دقیق خدمات وړاندې کړو او په ورته وخت کې په ټولیز ډول خپل صنعت ته وده ورکړو.
د هڅو په دوام او د نړۍ په کچه د Vital Group په بالغ سوداګریز ملاتړ سره به Alltech د نړيوالې ستراتيژيکې همکارۍ او په کور د ننه او بهر د هر اړخیزو سرچینو له لارې د لوړ کیفیت طبي تصویر اخيستنې د ځنځیري صنعت د پراختیا لپاره خپل ځان ژمن کړي، چې نهايي هدف یې د طبي تصویر اخیستنې د تکنالوژۍ نوښت او پراختیا ده.
موږ ډاډه یو چې د طبي تصویر اخيستنې یو ځیرک، دقیق او اختصاصيی صنعت به د استفاده کوونکو او ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې غوره خدمات چمتو کړي، چې په دې توګه به د انسانانو روغتیا بهبود ومومي.
تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2260190/Picture1.jpg
اړیکه: یومان وو، +86-15828073196، yuman.wu@alltechmed.com